پاکستان هند سره تجارت ځنډولو او سفارتې اړيکي راکمولو پريکړه کړيده

وزيراعظم عمران کان په مشرانه کښې د قامي سلامتيا کونسل غونډه شوي چي پکښې سول او عسکري چارواکو ګډون کړے او هندوستان پحقله پکښي پنځه مهمي فيصلي شويدې

پاکستان د هندوستان د لوري د مقبوضه کشمير ځانګړي حيثيت ختمولو فيصلي ورسته مهم ګامونه پورته کولو سره دوه اړخيزه تجارت ځنډولو او سفارتي اړيکي کمولو پريکړه کړېده۔

نن اسلام اباد کښي وزيراعظم هاوس کښې د وزيراعظم عمران کان په مشرانه کښې د قامي سلامتيا کونسل غونډه شوي چي پکښې سول او عسکري چارواکو ګډون کړے او هندوستان پحقله پکښي پنځه مهمي فيصلي شويدې۔

قامي سلامتي کونسل غونډه کښې د هندوستان سره دوه اړخيزه سوداګري ځنډولو او سفارتې اړيکي محدود کولو سفير بيرته ملک ته رابللو فيصله شويده۔

د اعلاميي ترمخه فيصله شويده چي پاک هند اړيکو به بيا کتنه کولي شي او دا چي د بهارت غير قانوني ګامونه به متحده قامونو کښې پورته کولي شي۔

قامي سياسي او عسکري قيادت پريکړه کړيده چي د آذادي ورځ به کشميري اولس سره د يو والي په توګه لمانځلي شي او دا چي د کشمير شخړه به په غوره ډول سره ټولي نړي ته څرګندولي شي او پنځلس اګست به د توري ورځ په توګه لمانځل کيږې ۔

غونډه کښې دا فيصله هم شويده دوه اړخيزه تعلقات پحقله د انتظاماتو جاج به هم اغستل شې۔

وزيراعظم عمران خان ټول سفارتي شينلز فعال ساتلو او پاک فوځ ته چمتو اوسيدو امر کړے دے۔

Show More

Related Articles