شاه محمود قريشي: زموږ سفير به اوس ډلي کښې نه وي او د هند سفير به خپل هيواد ته ځي

د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چي زموږ سفير به اوس ډيلي کښي نه وي او د هند سفير به هم بيرته خپل هيواد ته ځې۔

تيره ورځ پارليمان ته وينا نه وړاندے ميډيا سره خبرو کښې خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چي هند سره په تعلقاتو په اړه پنځه لوئي فيصلے شويدي، په کوم کښي چي يوه په پاکستان کښي د هند د هائي کمشنر اختيار او سفارتي هلي ځلو کښي کمي راوستل پاکستان سفير د ډلي نه راځي او د هند سفير ته به خپل هيواد ته تلل وې۔

د خارجه چارو وزير دا هم ويلي چي پاکستان د هندوستان سره هر ډول تجارتي هلي ځلي ځنډولو فيصله هم کړيده۔

دوي اويل چي هند په پنځم اګست کوم کار کړي د هغي په وجه د نړۍ ټولو ملکونو ته د هر څه پته لګيدلے ده، او هند پخپله د کشمير شخړه ټولے نړۍ ته رابرسيره کړيده ولي چي هند ټول عمر هڅه کړي چي د کشمير مسله د نړۍ د سترګو نه پټه اوساتي۔

شاه محمود قريشي وړاندي ويلي چي مودي سرکار په پنځم اګست داسي حرکت يوه لويا بے وقوفتيا وه، تاريخ به وائي چي په داسي ګام د هند په وفاق خراب اغيز پريوتي دي، وخت به ګويا کيږي چي د بهارت په داسي ګام به هم هند ته پخپله ځيان پورته کوې۔ د مودي سرکار يوي فيصلے سره ټول کشميرايان يو موټي شويدي۔

وزير خارجه وئيلي دي  چي د کشمير پخواني اعلي وزيري محبوبه مفتي منلي چي د دوي مشرانو نه تاريخي غلطۍ شوي دي او دا چي بهارتي سپريم کورټ کښي هم د دے غلطے فيصلے پر ضد پيټيشن دائر کړي شويدي۔

Show More

Related Articles