قامي لوبډلي دوه سنئير لوبغاړي سينټرل کنټريکټ نه باهر شوي

د پاکستان کرکټ ټيم سنئير کرکټرانو شعيب ملک او محمد حفيظ ته سينټرل کنټريکټ نه دے ورکړے شوي چي له امله يې د دواړو په کيرئيرز سوالونه پورته شويدې۔

پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د کال دوه زره نورلسم او شلملپاره نورلس لوبغاړو ته سينټرل کنټريکټ ورکړې دې کوم کښې چي کپتان سرفراز احمد، بابر اعظم او ياسر شاه په اے کټيګري کښې شميرلے شويدې۔

پي سي بي تير کال دري ديرش لوبغاړو ته سينټرل کنټريکټ ورکړې وو ولي سږکال دې کښې تر ډيره حده پوري کمي راوستل شويدي۔

قامي کرکټ بورډ اظهر علي د اے نه بي کټيګري او ټيسټ کرکټ پريخودونکي محمد عامر تنزلي په سي کيټيګري کښې شويده۔

بورډ په نوې سنټرل کنټريکټ کښې شامل لوبغاړو معاوضو کښې تر ډيره حده پوري اضافه کړيده۔

کټيګري اے کښې سرفراز احمد، بابر اعظم او ياسر شاه شامل دې او کټيګري بي کښې اسد شفيق، اظهر علي، حارث سهيل، امام الحق، محمد عباس، شاداب خان، شاهين شاه آفريدي او وهاب رياض شامل دي او دا چي کټيګري سي کښې عابد علي، حسن علي، فخرزمان، عماد وسيم، محمد عامر، محمد رضوان، شان مسعود او عثمان شنواري شامل دې۔

نوې سنټرل کنټريکټ به د وړومبۍ جولائي کال دوه زره نورلسم نه تر جون ديرشم کال دوه زره شلم پوري نافدالعمل وې۔

تير يو کال کښې د لوبغاړو فټنس، کارکردګي او راتلونکي سيزن کښې قامي کرکټ ټيم نمائيندګي ته کتلو سره نوې سنټرل کنټريکټ جاري کړے شويدې۔

پي سي بي ويلي دي چي دوه پخواني کپتانان محمد حفيظ او شعيب ملک ته سنټرل کنټريکټ نه دے ورکړے شوي ولي دواړه لوبغاړي به قامي کرکټ ټيم کښې د سليکشن لپاره موجود وي۔

ايم ډې وسيم خان ويلي دي چي موږ سنټرل کنټريکټ کښې شامل لوبغاړو معاوضو کښې ډېره اضافه کړيده۔ وسيم خان ترمخه پي سي بي راتلونکي سيزن دپاره لوړ اهداف ايښودي دي۔

Show More

Related Articles