نيب مريم نواز په خپله ولقه کښې اخيستې

مريم نواز د جولايۍ په يو ديرشمه نيټه د سوالنامو سم ځواب نه ؤ ورکړې په کومه چې هغۀ نن د اګست په اتمه نيټه نيب ته بلل شوې وۀ

قامي احستاب بيورو (نيب) د مسلم ليګ (ن) غړې او د پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز په کوټ لکهپت کښې ګرفتاره کړې ده۔

د ذرائع ترمخه مريم نواز نن د اګست په اتمه نيټه د خپل پلار نواز شريف سره ملاقات له د کوټ لکهپت جيل ته ورغلې وۀ چرته چې د نيب اهلکارو هغه په خپله ولقه کښې اخستې ده۔

د نيب ذرائعې وايي مريم نواز يې په چوهدري شوګر ملز کيس کښې نيولي ده۔

د نيب ذائعو ترمخه مريم نواز د جولايۍ په يو ديرشمه نيټه د سوالنامو سم ځواب نه ؤ ورکړې په کومه چې هغۀ نن د اګست په اتمه نيټه نيب ته بلل شوې وۀ۔

د نيب لخوا مريم نواز ته ورکړي شوي سوالنامو کښې د سرمايه کارې او د زمکې متعلق بېلابيلې پوښتنې شوې چې پکښې د مريم نواز څخه د چوهدري شوګر ملز تفصيلات غوښتل شوي او دا تري پوښتل شوي چې دغه ملز کښې سرمايه کار چا کړې او نور ملګرې پکښې څوک څوک دي۔

سوالنامه کښي دا هم ويل شوي چې مريم نواز دې د مئ په يويشتمه نيټه دوۀ زره اتم کښې د غيرملکي سرمايه کاريو ځواب وکرې او له دې ترڅنګ دې په څلور موقع جات کښې اخستل شوي زمکې تفصيل هم نيب ته وړاندې کړي۔

Show More

Related Articles