پاکستان کښې به د کال دوۀ زره شلم په مهال نړيوال ټورازم فورم تابيا کولې شي

وزيراعظم عمران خان سره د سيلګرۍ نړيوال فورم ډلې د خپل  بورډ ايګزيکټيو صدر بولوت بيګسي په مشرۍ کښې ملاقات کړې چې پکښي فيصله شوې پاکستان کښې به د کال دوۀ زره شلم په مهال نړيوال ټورازم فورم تابيا کولې شي۔

دغه ملاقات کښې د وزيراعظم عمران خان سره خصوصي مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري هم موجود ؤ او دا چې وزيراعظم عمران خان راغلي وفد په پاکستان کښې د سيلګرۍ په اړه خبر کړې دې۔

همدا رنګ غونډه کښې ويل شوي چې په پاکستان کښې ترسره کيدونکي نړيوال فورم کښي به شاوخوا د زرو نه سيوا غيرملکي مندوبين ګډون کوي او دغه فورم به تر پينځو ورځو دوام لري۔

وزيراعظم عمران خان دا هم ويلي چې موجود حکومت په ملک کښې سيلګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره هڅه کوي او غواړي چې د سيلګرۍ سره سره قدرتي ښکلا او د ماحولياتو تخفظ باوري جوړ کړي۔

وزيراعظم زياته کړې چې د بلوچستان په ساحلي سيمو کښې به په اته ځايونو د سيلګري ځايونه جوړولې شي۔

Show More

Related Articles