وفاقي کابينې د هند سره د دوۀ اړخيزه اړيکو ځنډولو منظوري ورکړې

د اګست په اوومه نيټه د قامي سلامتۍ په کميټۍ کښې فيصله شوې چې پاکستان به د کشمير په ستونزه د هند سره دوۀ اړخيز اړيکي او سفارتي تعلقات محدود ساتي

وفاقي کابينې د هند سره دوۀ اړخيزه اړيکو ځنډولو منظوري ورکړې چې ترمخه به يې پاکستان او هند تر نامعلومه وخته د يو بل سره نورې تجارتي اړيکي نه ساتي۔

د اګست په نهمه نيټه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې د هند نه په مال راغوښتلو او ليږو بنديز لګول شوې خو ولې د دغه بنديز له وجې به د افغانستان او پاکستان ترمينځ په تجارتي اړيکو هيڅ اغيز نه پريوځي۔

ياده دي وي چې د اګست په اوومه نيټه د قامي سلامتۍ په کميټۍ کښې فيصله شوې چې پاکستان به د کشمير په ستونزه د هند سره دوۀ اړخيز اړيکي او سفارتي تعلقات محدود ساتي۔

د ذرائعو ترمخه وفاقي کابينې غونډه  کښې د سمجهوته ايکسپريس او تهر ايکسپريس بند کيدو په فيصله کښې هم توثيق شوے دے۔

په غونډه کښې د شوي فيصله په اړه خپره شوې اعلاميه کښې ويل شوي چې پاکستان به د مقبوضه کشمير معامله په ملګرو کښې پورته کوي۔

اعلاميه زياتوي چې پاکستان به د اګست په څوارلسمه نيټه د کشمير سره د يووالي په توګه ولي پينځلسم اګست به د تورې ورځ په توګه لمانځي۔

Show More

Related Articles