علي آمين ګنډا پور لائن آف کنټرول باندي د جنګيدو اعلان کړے دې

وفاقي وزير اويل چي ټول ملک د کشميري ورونو دپاره جنګيدو ته تيار دي او که چيرته داسي صورتحال پيدا کړے شو نو لائن آف کنټرول ته تلو سره به په خپله جنګ کوم

د کشمير او ګلګت بلتستان چارو دپاره وفاقي وزير علي امين ګنډا پور لائن آف کنټرول ته تلو سره د جنګ کولو اعلان کړے دې۔ نجي نيوز چينل پروګرام جرګه کښې د مرکي پر مهال علي امن ګنډا پور ويلي دي چي د کشميريانو قربانو ته سلام وړاندي کوم، او دا چي کشمير دپاره به د ويني ړومبئ څاڅکي زما بهيږې۔

وفاقي وزير اويل چي ټول ملک د کشميري ورونو دپاره جنګيدو ته تيار دي او که چيرته داسي صورتحال پيدا کړے شو نو لائن آف کنټرول ته تلو سره به په خپله جنګ کوم۔

څرګنده دے وي چي د رواني مياشتي په پنځمه نيټه د هندوستان حکومت د کشمير ځانګړي حيثيت ختم کړے دې او کشمير ئي د وفاق لاندي دوه برخو کښې ويشلي دي کوم چي ړومبئ برخه لداخ او دويم جمو او کشمير باندي مشتمل دې۔

Show More

Related Articles