ټول پاکستان کښي نن د هند د آزادۍ ورځ د توري ورځي په توګه لمانځلي شي

د هند لخوا د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو او په کشميريانو د ظلم پرضد د پاکستان په شمول ټوله نړۍ کښي ميشت پاکستانيان او کشميري اولس نن د بهارت د آذادۍ ورځ د توري ورځ په  توګه لمانځي۔

د ميډيا زريعو ترمخه د قامي سلامتيا کونسل او د حکومتي فيصلو په رڼا کښي نن د هند آذادۍ ورځ د تورے ورځ په توګه لمانځلي شي او په دےحواله د داخله وزارت يو نوټيفيکيشن هم جاري کړي وو د کومے ترمخه چي نن ټول ملک کښي قامي بيرغ به ټيټ ساتلي شي او څلور واړه صوبائي حکومتونه به هم د هند آذادي د توري ورځي په توګه لمانځي۔

د بهارتي ظلم او د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت د ختمولو د غير آئيني ګام پرضد به احتجاجي لاريون هم ويستلي شي او خصوصي غونډي به هم تابيا کولے شي ،په کوم کښي چي به د مقبوضه کشمير اولس سره د يوالي څرګندونه کولے شي او د ترهه ګر بهارت د زياتي و ظلم خلاف به آواز پورته کولے شي۔ او په دے لاريون کښي ګډون وال به په خپلومټو تورے پټۍ هم تړي۔

د پنجاب ډپټي کمشنرانواو پوليس افسرانو ته هدايات ورکړي شوي دي چي ټولو ريليانو ته دي د سيکيورټې انتظامات ورکړي شي۔

سياسي مخالفو ډلو هم د تورے ورځي غونډوتابيا کولو ته حتمي شکل ورکړي دي۔

Show More

Related Articles