مودي ته د سبق ښودلو وخت راغلي دي، د وزير اعظم هند ته پيغام

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي مودي ته به د خختي جواب کانړي سره ورکوو او وخت راغلے دے چي ده ته يو سبق اوخودلے شي. وزيراعظم عمران خان تيره ورح کشميريانو سره يووالي خودلو دپاره د آزادکشمير قانون ساز اسمبلئ ته تلے وو چرته ئي چي خصوصي خطاب کړے دے.

خپل خطاب کښي وزيراعظم عمران خان اووي چي دا وخت د ټولو نه لوئي بحران په کشميري ورونړو دے، ما اول ځل د بي جے پي او د مودي اصلي شکل نړئ ته اوخودو، د هندوستان خلاف مونږ د مفاداتو دپاره نه بلکه د يو نظريي په ضد ولاړ يو او دا ډيره خطرناکه خبره ده چي کله د يو نظريي خلاف جنګ وي.

وزيراعظم اووي چي مودي د کشميرخلاف کوم قدم اوچت کړے دے مونږ ته ويره ده چي کله هلته کرفيو اوچته شي نوڅه به کيږي ولي هلته د دومره فوځ ليګلو څه ضرورت وو، کشمير نه سيلګري هم ويستلے شوي دي.

وزيراعظم زياته کړه چي دے ګنړي چي مودي خپل اخيري کارډ اولوبولو او يو اسټرييټيجک بلنډر ئي اوکړو کوم به چي بي جے پي او مودي ته ډير ګران پريوځي ځکه کشمير ئي نړيوال کړو اول په کشمير خبره کول ډيره ګرانه وه اوس ما او آئي سي او ټرمپ سره هم خبره اوکړه اول خلقو ته اندازه نه وه چي کشمير کښي څه روان دي ولي اوس د نړئ نظر په کشمير دے اوس دا په مونږ ده چي دا مسئله کومه حده پوري نړئ ته وړاندي کوو. په دي موقع وزيراعظم اووي چي د کشميرمسئله به د انصاف عالمي عدالت پشمول په هر فورم اوچتوو.

ياده دي وي چي هندوستان حکومت لخوا څو ورځي وړاندي د مقبوضه کشميرخصوصي حيثيت په حقله د آرټيکل دري سوه اوويا خاتمي نه پس په مقبوضه کشميرکښي کرفيو نافذ ده، په مقبوضه کشمير کښي د ټيلي فون، موبائل او انټرنيټ سروس هم بند دے ولي تعليمي اداري هم بند دي او په سوونو کشميريان په کورونو کښي نظر بند يا ګرفتاره کړے شوي دي.

Show More

Related Articles