په لائن آف کنټرول د هندي ځواکونو په ډزو د پاکستان درې پوځيان وژل شوي

د پاکستاني پوځ لخوا په ځوابي کارروايۍ کښې پينځه هندي پوځيان هم وژل شوي او ګڼ شمير ژوبل شوي دي

په لائن آف کنټرول د هندي ځواکونو په ناتار ډزو د پاکستان درې پوځيان وژل شوي ولي په ځوابي کارروايۍ کښې پينځه هندي عسکر هم وژل شوي دي۔

د آئي ايس پي آر لخوا جارې شوي بيان ترمخه د هند پوځي ځواکونو يو ځل بيا په لائن آف کنټرول د خلاف ورزۍ کولو سره په بټل سيکټر ناتاره ډزي کړي چې له امله يي د پاکستان درې پوځي ځوانان شهيدان شوي دي۔

بيان کښې ويل شوي چې د شهيد شوو پوځي اهلکارو پيژندګلو د نائيک تنوير، لانس نائيک تيمور او سپاهي رمضان په نومونو شوې ده۔

بيان زياتوي چې د پاکستاني پوځ لخوا په ځوابي کارروايۍ کښې پينځه هندي پوځيان هم وژل شوي او ګڼ شمير ژوبل شوي دي۔

بلخوا په دغه پيښه وزيراعظم عمران خان هم د افسوس څرګندونه کړې او په ټوئيټر خپور کړې پيغام کښې يي د هندي ځواکونو لخوا د ډزو غندنه کړې ده۔

وزيراعظم عمران خان په خپل پيغام کښې د شهيد شوي پوځي ځوانانو د لوړو درجاتو لپاره دعا هم غوښتلې ده۔

Show More

Related Articles