پاکستان فائيو جي انټرنيټ سروس کاميابه تجربه کړي

پاکستان فائيو جي انټرنيټ سروس کاميابه تجربه کونکي د جنوب مشرقي ايشيا ړومبي هيواد جوړ شويدي۔

د زريعو ترمخه چيني ټيلي کام کمپنۍ په پاکستان کښي د فائيو جي کاميابه تجربه کړېده،  د چارواکو ترمخه پاکستان کښي به ډير زرفائيو جي سروس شروع کولے شي۔

د زريعو وينا ده چي د فائيو جي نيټ ورک موجوده موبائل انټرنيټ کننکشن نه سل ګنا ولي د موجوده براډ بينډ کنکشن نه لس ګنا به سپيډ تيز وي۔ د فائيو جي هوم روټر رفتار فور ګيګا بائټس د سيکنډ په سر دے، د کومے نه چي پنځوس جي بي فائل دوه منټ کښي ډاون لوډ کيدلے شي۔

د زريعو ترمخه د نيټ ورک سپيډ دارومدار به د آپريټر سره موجود په سپيکټرم وي، پي ټي اے د تيري مياشتي د لائسنس اجرا له پاره خواستونه غوښتلے وو، آپريټر سره چي کوم سپيکټرم وي په هغي به د سپيډ انحصار وي۔

Show More

Related Articles