مودي که ځان تکړه ګڼي نو سري نګر کښې دې جلسه وکړي:بلاول بهټو زرداري

د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري دهند وزيراعظم ته چيلنج ورکولو سره وئيلي دي چې که نريندر مودي ځان ته باتور وائي نو کشمير کښې دي قدم  کيږدي، خپل حيثيت به ورته په خپله معلوم شي ، د ګجرات مسلمانانو قاتل مودي اوس د کشميريانو قتل عام کوي ، بلاول په حکومت هم نيوکې کړي او وئيلي دي چي  د حکومت د يو کال کارکردګي زيرو ده۔

دا خبرې د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري سکردو کښې جلسې ته خپله وينا کښې کړيدي
د بلاول بهټو زرداري وينا وه چې تاريخ به مودي صرف د قاتل په نوم يادوي او که مودي ځان ډير تکړه ګنړي نو په سري نګر کښې دې جلسه اوکړي چې خپل حيثيت ورله معلوم شي۔

بلاول اووئيل چې که د کشميريانو لپاره زر کاله هم جنګ کول وي نو پاکستان به ئې کوي ، د کشميريانو سترګې دا وخت صرف او صرف دپاکستان طرف ته دي۔

بلاول دا هم اووئيل چې د کشمير ريفرنډم کښې به خلک ذوالفقار علي بهټو ته ووټ ورکوي ، بلاول غوښتنه کړې چې بهارت دې حريت مشران خوشي کړي ، احتجاج کول د هغوي حق دے۔

په دې موقع بلاول بهټو زرداري په حکومت هم سختي نيوکي  اوکړو او اووئيل چې حکومت سره د غريب اولس هيڅ احساس نشته دے ، د روز ګار ورکولو پرځائے ئې خلق بے روزګاره کړيدے۔

Show More

Related Articles