مولانا فضل الرحمن : واکداران د کشمير ستونزې په اړه اولس ته حقيقت نه ښکاره کوي

د مذهبي ګوند جمعيت علماءاسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمن ويلي حکومت دې د معذرت رويه پريږدي او اولس ته دې سم صورتحال وښائي۔

د ميډيا رپورټونو ترمخه تيره ورځ د جمعيت علماءاسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د مرکزي شورې غونډې  ته ويلي د ملک واکداران د کشمير په اړه سم معلومات د اولس نه پټوي او دوي ته حقيقت نه ښکاره کوي۔

دغه غونډه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کښې ترسره شوي پکښې د څلور صوبو پشمول د آزاد کمشيراو ګلګت بلتستان غړو ګډون کړې او دغه مهال مولانا عبدالغفور حيدري ګډونوال او مشران د غونډې د اينجډې څخه خبر کړي دي۔

غونډه کښې د مرکزي شوري مجلس لخوا قرار داد هم وړاندې شوې چې پکښې د مقبوضه کمشير په اړه د هند لخوا پورته شوې ګام د يواين او د قرار دادونو پرانستې توهين ګرځول شوې او ويل شوي چې هند د دې ګام سره ټوله نړۍ چيلنج کړي او په مقبوضه کشمير کښې پرله پسې ګرځبنديز( کرفيو) د انساني حقونو د سرغړونې ( خلاف ورزۍ) مترادف ده۔

شوري کښې د بشري حقونو په تنظيمونو هم سوالونه پورته شوي چې دوي ته ولي په کشمير کښې د هند ظلم په نظر نه راځي، داسې وخت کښې دوي چرته دي ؟

د غونډې کډوالو ويلي چې د کشمير ستونزې حل د ملګرو ملتونو په قرار دادونو کښې دې دوي د کشميرد اولس د جدوجهد او آزادې د ملاټر اعلان کولو سره ويلي چې مونږ هند ته د ځواب ورکولو لپاره تيار يو او دا چې د جميعت علماءاسلام (ف) ډلې غړي د پولې خفاظت لپاره هرډول قربانۍ ورکولې شي۔

Show More

Related Articles