مودي ته د اعلي اعزار کولو په ضد د سينټ چئيرمين د دوبئ دوره ځنډولې

د هند وزيراعظم نريندر مودې ته د متحده عرب امارات دورے پرمهال سول ايوارډ ورکولو پرضد سينيټ چيئرمن صادق سنجرانۍ د يو اے اي سرکاري دوره منسوخ کړې ده.

د سينيټ سيکټريټ نه جارې شوې اعلاميې ترمخه سينيټ چيئرمين صادق سنجراني د متحده عرب امارات سرکاري دوره منسوخ کولو فيصله کړيده.

بيان کښې وئيلې شوي چې پاکستان د کشميريانو د جدوجهد ملاتړکوې او د متحده عرب امارات حکومت لخوا مودي ته د سول ايوارډ ورکولو پرضد چيئرمين سينټ د يو اے اي دوره ځنډولې ده.

بيان کښې زياته کړې شويده چي د سينيټ چيئرمين صادق سنجرانې په داسې حالاتو کښې د يو اے اې دوره کولو سره پاکستانې قام او کشميريانو زړونه خفه کيدې شي.

څرګنده دې وي چې د مقبوضه کشمير کړکيچن صورت حال باوجود د متحده عرب امارات ولي عهد شيخ محمد بن زيد النهيان بهارتي وزيراعظم نريندر مودې ته اعلې ترين سول ايوارډ ورکړے او وئيلي دي چي مودې د دې ايوارډ حقدار دے.

Show More

Related Articles