د پاکستان ، افغانستان او چين ترمينځ سه فريقي مذاکرات نن اسلام آباد کښې کيږي

د پاکستان ، افغانستان او چين ترمينځ سه فريقي مذاکرات نن اسلام آباد کښې کيږي، خبرو اترو کښې به افغان امن عمل او د منتقي په صورتحال باندې د خيالاتو بدلون کيږي.

د پاکستان ، افغانستان او چين ترمينځ سه فريقي مذاکرات نن اسلام آباد کښې کيږې چي مشري به ئي خارجه وزير شاه محمود قريشي کوې۔

خارجه وزير شاه محمود قريشي د چين وزير خارجه وانګ ژي په نور خان ائير بيس باندي هرکلي کړيدي او پاکستان ته په راتګ ئي ورته ستړي مه شي وئيلي دي۔ له دوي سره د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني هم مزاکراتو کښې ګډون دپاره اسلام اباد ته رارسيدلي دي او شاه محمود قريشي ئي استقبال کړيدي۔

ياده دے وي چي دري فريقي مزاکراتو ايجنډا کښې سياسي اړيکي، افغان امن عمل، سيکيورټي مرستې، ترهه ګري مخنوي، ترقياتي مرستي او يو بل ترمينځ اړيکو ته نوره وده ورکول دي۔

په دے حقله شاه محمود قريشي وئيلي دي چي چين، افغانستان، پاکستان د خارجه وزيرانو د مزاکراتو مقصد باهمي مفاد او په ځانګړي توګه معاشي پرمختګ او امن او سلامتي ته دري واړه هيوادونو کښې وده ورکول دې۔

د پاکستان خارجه وزير دا هم وئيلي دي چي سياسي اعتماد سازي، ترقي او مرستو ته وده ورکولو دپاره دري ملکي مزاکرات ډير د اهميت وړ دي۔

شاه محمود قريشي دا هم وئيلي چي دوي به د چين او افغانستان خارجه وزيرانو سره بيل ليده کاته هم کوي، چرته چي به د چين سره مغربي پولي او مقبوضه کشمير په صورتحال باندي د خبرو بدلون کولي شي، او دے سره به موږ ته د افغانستان په صورتحال باندي د خبرو موقع هم ترلاسه شي۔

Show More

Related Articles