جج ويډيو سکينډل: عدالت دري وانړه نامزد ملزمانو بري کړل

جوډيشل مجسټريټ ثاقب جواد کړې، ايف آئې کيس کښې نامزد ملزمان ناصر جنجوعه، خرم يوسف او غلام جيلانې عدالت ته وړاندې کړې دې

اسلام آباد مقامې عدالت د احتساب عدالت پخوانې جج ارشد ملک ويډيو سکينډل کښې نامزد درې وانړه ملزمان برې کړېدي ، وفاقې تحقيقاتي اداري (ايف آئې اے ) ويډيو سکينډل پحقله تحقيقاتې رپورټ عدالت کښې وړاندي کړيدې۔

احتساب عدالت پخوانې جج ارشد ملک مبينه ويډيو سکينډل کيس وريدنه جوډيشل مجسټريټ ثاقب جواد کړې، ايف آئې کيس کښې نامزد ملزمان ناصر جنجوعه، خرم يوسف او غلام جيلانې عدالت ته وړاندې کړې دې۔

د ايف آئې اے تفتيشې افسر او پراسيکيوټر عدالت ته تفتيشې رپورټ وړاندې کړې او وئيلې دې چې پلټنو پرمهال د درې وانړه ملزمانو پرضد ثبوت نه دے ميلاو شوے او هغوې دے برې کړې شې۔

عدالت د ملزمانو برې کولو اړه فيصله محفوظ کړه کومه چې لږه شيبه پس واورولې شوه، عدالت ملزمان ناصر جنجوعه،خرم يوسف او غلام جيلانې برې کولو حکم ورکړيدې۔

Show More

Related Articles