محرم الحرام: د ملک يو شمير ښارونو کښې موبائيل او انټرنيټ سروس معطل

پاکستان ټيلې کميونکيشن اتهارټې (پې ټي اے) وئيلي دي چي د ملک ځني ښارو مخصوص ځايونو کښې په نهم او لسم محرم الځرام باندي موبائيل سروس د سيکورټي وجوهاتو له کبله معطل کړے شويدي۔
پې ټي اے د موبائيل سروس بندولو په اړه د وخت او دورانيے تصديق نه دے کړي ولي طمع ده چي کومو سيمو کښې د محرم الحرام جلوسونه تيريږي هلته به سحر نه تر ماښام شپږ بجو پوري موبائل سروس بند وي۔
د داخله وزارت يو سنئير غړي په دے اړه ميډيا ته وئيلي دي چي د موبائيل سروس بندولو پحقله حکومت په باقاعده توګه اعلاميه جاري کړېده۔
چارواکي وائي چي حکومت دا ګام د جلوسونو او عزادارو د حفاظت باوري کولو دپاره د پاکستان ټولو هغه ښارونو کښې پورته کړے چرته چي ضلعي انتظاميو او پوليس نشان دهي کړېده۔
دے لړ کښې داخله وزارت د لوي موبائل او انټرنيټ سروس معطلي هدايت پي ټي اے ته استولي شويدي او د موبائيل ټول آپريټرز به دے باندي عمل درآمد کوي۔

Show More

Related Articles