حکومت ختمولو لپاره دهرنا، مولانا فضل الرحمان په اتلسم اکتوبر غونډه رابللې

مولانا فضل الرحمن د اسلام اباد دهرني تاريخ اعلان کولو لپاره د پارټي مجلس عاملي غونډه په اتلسم اکتوبر رابللي ده۔ د جے يو آئي ف زريعو ترمخه په اتلسم اکتوبر کيدونکي مجلس عامله غونډي کښې به د اسلام اباد لاک ډاون ختمي فيصله کولې شې، او له دې ورسته به په نورلسم اکتوبر د آزاد کشمير مظفر اباد کښې يوه لويه جلسه عام کولي شې۔

د اسلام آباد دهرني پرمهال به د حکومت ختمولو دپاره د وزيراعظم استعفي او دري مياشتو کښې دننه ملک کښې د نوي انتخاباتو تابيا کولو غوښتنه کولې شې او دا چي دهرنا به د حکومت ختمولو پوري دوام لري۔

دے سره جمعيت علماۓ اسلام دهرنا کاميابه جوړولو دپاره ټول ملک کښې تيارياني شروع کړېدي، او دے لړ کښې د مجلس عامله د لوري ټولو صوبو کښې کارکنان او اولس منظم او چمتو کولو لپاره د دورو سلسله سرته رسولي شويده۔
او دے نه علاوه د دهرني انتظاماتو لپاره مختلفي کميټي هم جوړي شوي دي۔

له دے سره مولانا فضل الرحمن د ملک سياسي قيادت سره د رابطو کولو آغاز کړے دي او د پيپلز پارټي، عوامي نيشنل پارټي پشمول ئي ټولو اپوزيشن ګوندونو سره د حکومت پرضد دهرنه کښي د ګډون دپاره د دعوت ورکولو پريکړه کړيده۔

د پارټي زريعي وائي چي مولانا فضل الرحمن دے لړ کښې د عوامي نيشنل پارټي اسفنديار ولي خان او قومي وطن پارټي افتاب احمد خان شير پاو سره رابطه کړيده، او دا چي د محرم الحرام ورسته ئي د بلاول بهټو زرداري، محمود خان اچکزئي، سراج الحق او حاصل بزنجو سره د رابطي کولو فيصله شوي ده۔

څرګنده دے وي چي نواز شريف وړاندي نه د پيغام د لاري مولانا فضل الرحمن ته د دهرني حمايت پيغام استولي دي۔

Show More

Related Articles