کشميرانو سره يوالي ښودلو له پاره وزير اعظم عمران خان په مظفر آباد کښي د جلسي کولو اعلان کړي

وزير اعظم عمران خان مقبوضه کشمير کښي د بهارتي ظلم پر ضد مظفر آباد کښي د جلسے کولو اعلان کړي دے۔

د ټوئيټر د لارے جاري شوي يو بيان کښي وزير اعظم عمران خان وئيلي چي دے به د جمعي په ورځ په ديارلسم ستمبر مظفر آباد کښي يو لوئي جلسے کولو له پاره روان دے۔په کومه کښي چي به  دوي عالمي رورولۍ ته په مقبوضه کشمير کښي د بهارتي فورسز لخوا په مسلسل بنديزونو پيغام ورکوي۔

وزير اعظم وئيلي چي دا پيغام به څرګندوي چي پاکستان په عمزم و استقلال سره کشميريانو سره کلک ولاړ دے۔

په ډاګه دې وي چې د هند حکومت لخوا د صدارتي حکم نامے له لارې د مقبوضه کشمير خصوصي حيثت متعلق ارټيکل درې سوۀ اوويا ختمولو امر جارې شوې چې ترسيوري لاندې يي اوس مقبوضه کشمير رياست نه دې پاتې شوې او لداخ هم د هندي يونين برخه جوړه شوې ده۔

Show More

Related Articles