نيب د پيپلز پارټي رهنما خورشيد شاه نيولي دي

نيب زريعي دا هم وائي چي خورشيد شاه هوټلي، پيټرول پمپونه او بنګلي د نورو کسانو په نامو جوړي کړيدي او اصل مالک ئي دے دي

قامي احتساب بيورو (نيب) د پاکستان پيپلز پارټي سنئير رهنما خورشيد شاه نيولي دي۔ نيب زريعو ترمخه خورشيد شاه د آمدن نه زياتو اثاثو په تور نيولي شويدي، دوي د سکهر په کيس کښې د نيب پنډي ټيم بني ګاله نه ګرفتار کړے دي۔

د نيب زريعي وائي چي خورشيد شاه پرضد د اووم اګست نه پلټنئ شروع کړے شوي وي او دا چي دوي باندي کوآپريټو سوسائيټي کښې بنګلي دپاره ايمنټي پلاټ غير قانوني توګه باندي خپل نوم کولو الزام دي۔

نيب زريعي دا هم وائي چي خورشيد شاه هوټلي، پيټرول پمپونه او بنګلي د نورو کسانو په نامو جوړي کړيدي او اصل مالک ئي دے دي۔

د قامي اسمبلي پخواني اپوزيشن ليډر خورشيد شاه په راهداري ريمانډ باندي سکهر ته منتقل کړے شويدي۔

پاکستان پيپلز پارټي د سيد خورشيد شاه په ګرفتاري باندي سخت غبرګون ښکاره کړېدي او دا ئي د اپوزيشن پرضد د حکومت انتقامي کاروائي ګرځولي ده۔

د سنده وزيراعلي مراد علي شاه وئيلي دي چي حکومت خورشيد شاه ګرفتارولو سره ډير غلط ګام پورته کړے دي، که چيرته نيب پلټنئ کولي نو خورشيد شاه خو ملک نه تيخته نه کوله۔

Show More

Related Articles