سري لنکا کرکټ بورډ ته د پاکستان د دورې اجازات ورکړې شوې

سري لنکن کرکټ بورډ د پاکستان د دورے تصديق کړي او وئيلي دي چي ټيم به د شيډول مطابق پاکستان ته ځي۔

د سري لنکن موهن ډي سلوا وئيلي دي چي د حکومت لخوا دوي ته اجازت ورکړي شوي دي او دوي پخپله او د بورډ نور چارواکي به هم ټيم سره وي۔

يو بهر ملکي خبري ادارے سره د خبرو کولو په وخت دوي وئيلي دي چي سري لنکا ټيم ته د مملکت د سربراه برابر سيکيورټې ورکولو باور ورکړي شوي دي۔

ياده دي وي چي د شيډول ترمخه سري لنکا ټيم به په پنځويشتم ستمبر پاکستان ته رارسيږي،ړومبي يو ورځني ميچ به په اوويشتم ستمبر کراچۍ کښي لوبولے شي، او د دے روسته به دوه نور يو ورځني ميچونه به هم په کراچۍ کښي کيږي او درے ټي ټوئنټي ميچونه په لاهور کښي کيږي۔

Show More

Related Articles