قامي ټيم د سري لنکا په ضد سيريز لپاره د شپاړس کسيزه ټيم اعلان کړې

د پاکستان قامي ټيم د سري لنکا په ضد يو ورځني سيريز لوبولو لپاره د شپاړس کسيزه ټيم اعلان کړے دے۔

د دري يو ورځني لوبو لپاره د قامي ټيم اعلان د پاکستان ستر کوچ او  چيف سليکټر مصباح الحق لخوا شوې چې پکښې ويل شوي قامي ټيم به د سرفراز احمد په مشرۍ کښې د سري لنکا په ضد سيريز لوبوي۔

مصباح الحق ويلي اعلان شوي ټيم کښې د ياد کپتان پشمول بابر اعظم، عابد علي، آصف علي، فخرزمان، حارث سهيل، محمد حسنين، افتخار احمد، عماد وسيم، امام الحق، محمد عامر، شاداب خان او عثمان شنواري شامل دي۔

د مصباح الحق په خبره محمد نواز او محمد رضوان هم د قامي ټيم برخه دي ولې حسن علي د ملا د درد لکبله په ټيم کښې نه دې شامل شوې او شعيب ملک د يو ورځنۍ لوبې نه ريټائرډ شوے دے۔

Show More

Related Articles