جے يو آئي ف آذادي مارچ دپاره اسلام اباد انتظامي ته درخواست ورکړے

کامران مرتضي په توسط سره تيار کړے شوے دے ، درخواست کښې وئيلے شوي دي چې جے يو آئې ته دے په اوويشتم اکتوبر اسلام آباد ډي چوک کښې د آزادي مارچ دپاره اجازت ورکړے

جميعت علماے اسلام اسلام اباد ډي چوک کښې آزادي مارچ دپاره انتظاميې نه اجازت غوښتلي دے ،جے يو آئې رهنما مولانا عبدالغفور حيدري احتجاج لپاره چيف کمشنر اسلام آباد ته تحريرې درخواست ورکړې۔

درخواست سينئر ايډوکيټ کامران مرتضي په توسط سره تيار کړے شوے دے ، درخواست کښې وئيلے شوي دي چې جے يو آئې ته دے په اوويشتم اکتوبر اسلام آباد ډي چوک کښې د آزادي مارچ دپاره اجازت ورکړے شي۔

درخواست کښې وراندي وئيلے شوي دي چې جمعيت علمائے اسلام آزادي مارچ کولو جمهوري او آئيني حق لري ،مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کښې آزادي مارچ کښې به په لوئے شمير کښې کارکنان ګډون کوي ،د جے يو آئې احتجاج لپاره دے سيکيورټۍ هم ورکړے شې۔

ياده دے وې چې جمعيت علمائے اسلام ف په اوويشتم اکتوبر اسلام آباد ډې چوک کښې د احتجاج او دهرنے اعلان کړې۔

Show More

Related Articles