پيپلز پارټۍ د حکومت په ضد د مولانا فضل الرحمان آزادي مارچ د ملاتړ اعلان کړے

پاکستان پيپلز پارټۍ د حکومت په ضد د مولانا فضل الرحمان آزادي مارچ د ملاتړ اعلان کړے دے۔

دغه اعلان د ګوند چئيرمين بلاول بهټو زرداري لخوا د يو پريس کانفرنس په مهال شوي چې پکښې هغه ويلي پيپلزپارټي به آزادي مارچ کښې د مولانا فضل الرحمان ملاټر کولو سره د دوي هغوي هرکلے کوي۔

هغه وويل ملک کښې جمهوري حقونو پامال کيږي او سياسي آزادي نشته خو ولي مونږ به د جمهوري حقونو لپاره جدوجهد روان ساتو۔

بلخوا د پيپلزپارټي د اعلان نه پس د جمعيت علماءاسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان د آزادي مارچ نيټې بدلونو اعلان کړې او ويلي يي دې آزادي مارچ به د اکتوبر په يوديرشمه نيټه اسلام آباد ته داخليږي۔

هغه په خپلو غړو غږ کړې چې دوي دې په پرامنه توګه په اووۀ ويشتم اکتوبر د اسلام آباد مخه وکړي او دا چې کارکنان دي د کومې منفي پروپنګنډې برخه جوړه نه شي او خپلې تيارۍ دې چمتو کړي۔

Show More

Related Articles