په لائن آف کنټرول د هندي ځواکونو په ډزو د پاک پوځ يو ځوان مړ ، دوه زنانۀ ژوبل

په لائن آف کنټرول ( ايل او سي) د هندي ځواکونو په ناتار ډزو د پاک پوځ يو ځوان مړ او دوه عامې زنانۀ ژوبل شوي دي۔

د آئي ايس پي ار ترمخه د هندي پوځ لخوا په ايل او سي بروهه او چري کوټ سيکټر ډزي شوي چې پکښې  د پاک پوځ نعمت ولي مړ ولي د سريال کلي دوه زنانه ژوبل شوي دي۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د پاک پوځ لخوا هم په ځوابي کارروايۍ کښې د هندي پوځيانو چيک پوسټونه په نخښه شوي چې پکښې هغوئ ته زيان رسيدلې او د هندي پوځيانو د ځاني نقصان خبرونه هم رامخي ته شوي دي۔

Show More

Related Articles