اليکشن کميشن : صوبائي حکومت ته بلدياتي قانون اعلامي جاري کولو آخري مهلت ورکړے

اليکشن کميشن خېبر پښتونخوا حکومت ته د رواني مياشتي دويشتمې نيټي پورې بلدياتي قانون کښې د ترميم اعلاميه جاري کولو اخيري مهلت ورکړے.

اليکشن کميشن کښې د خېبر پښتونخوا بلدياتي انتخاباتو په اړه د کيس اوريدنه شويده ، د خېبر پښتونخوا حکومت وکيل دريځ خپل کړې چې سټي او تحصيل کونسلز جوړولو او حد بندي کار سرته رسولي شوي.

چيف اليکشن کمشنر خپل ريمارکس ورکړل چې د اول ورځ نه دغه يو کار خېبر پښتونخوا له کول وو چې تراوسه ئې نه دې مکمل کړے ، که چرې صوبائي حکومت سره د کار کولو لپاره تنان نه وي نو مونږ به ئې وروليږو.

د خېبر پښتونخوا وکيل وړاندي وئيلي چې ضم شوو ضلعو لپاره به د فوج ضرورت وي ، چيف اليکشن کمشنر جواب ورکړو چې د فوج ضرورت به مونږ ته پيښيږي تاسو ته نه.

د کيس اوريدني ورستو اليکشن کميشن د خېبر پښتونخوا حکومت ته دويشتم اکتوبر پورې بلدياتي قانون کښې د ترميم نوټفيکشن جاري کولو اخري مهلت ورکړو.

Show More

Related Articles