د تحريک انصاف سکرونټي کميټۍ ته ليږلي شوي ټول درخواستونه مسترد

پاکستان تحريک انصاف مبينه بهرملکي فنډنګ معامله، اليکشن کميشن د تحريک انصاف لخوا سکرونټي کميټۍ ته ليږلي شوي درخواستونه مسترد کړي او متعلقه کميټۍ ته د دې معاملے پلټنو په اړه خپل کار جاري ساتلو هدايت کړې.

چيف اليکشن کمشنر سردار رضا خان په مشرۍ کښې د اليکشن کميشن درې کسيزه بنچ سکرونټي کميټي ته د پې ټې آئي  ليږلي شوي درخواستونو په حواله محفوظ کړي شوي فيصله اورولې ده.

اليکشن کميشن د تحريک انصاف څلور واړه درخواستونه مسترد کړي او سکرونټي کميټۍ ته هدايت شوي چې د پي ټي آئي مبينه بهرملکي فنډنګ معاملې تحقيقات دي جاري وساتي.

دغه رنګ اليکشن کميشن تحريک انصاف ته د ګل په ورځ سکرونټي کميټۍ ته د وړاندي کيدو امر کړېدے۔

د پي ټي آئي فارن فنډنګ معاملې تحقيقاتو لپاره اليکشن کميشن کښې دا درخواست د پي ټي آئي مرور غړي اکبر ايس بابر لخوا جمع کړي شوي وو.

د اليکشن کميشن فيصلې وروستو ميډيا سره خبرو کښې اکبر ايس بابر وئيلي دي چې پي ټي آئي د دې کيس نه تښتيدو لپاره محتلف حربې استعمالوي.

هغه زياته کړه چې دا معامله د دباؤلو لپاره د حکومت هر کوشش به ناکامه کيږي او د پي ټي آئي د فنډنګ د تحقيقاتو عمل به خامخا خپل منطقي انجام ته رسي.

Show More

Related Articles