وزيراعظم عمران خان کامياب جوان نومي پروګرام پرانسته کړي

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې دا پروګرام به د ميرټ په بنياد وړاندي بوتللے شي او د سفارشي کلچر به له منځه وړلے شي

وزيراعظم عمران خان د ځوانانو لپاره کامياب جوان نامي پروګرام پرانسته کړيده اوو ئيلي دي چې خواؤ شاه لس لاکه ځوانانو ته به قرضې ورکولې شي.

اسلام آباد کښې د ځوانانو خير خيګړې لپاره جوړ کړې شوي کامياب جوان نامي پروګرام ته د وينا پرمهال وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې دا پروګرام به د ميرټ په بنياد وړاندي بوتللے شي او د سفارشي کلچر به له منځه وړلے شي.

وزيراعظم وړاندي اووئيل چې دې پروګرام د لارې به لس زره نه تر پنځوس لاکهه پورې قرضه ځوانانو ته ورکولې کيږې ،ځوانان د تعليم د ترلاسه کولو او د نوي کاروبار شروع کولو لپاره قرضو اخيستو له آن لائن يعني انټرنيټ د لاري درخواست ورکولې شي.

په دې پروګرام کښې د زنانؤ لپاره پنځه ويشت فيصده کوټۀ هم مخصوص شويده او د قرضو د حصول طريقه کار به شفاف انداز کښې سرته رسي.

د پروګرام مکمل نګراني به وزيراعظم آفس کوي، غونډۀ کښې وفاقي او صوبائي وزيرانو پشمول د ځوانانو ګڼ شميره موجود وه۔دستوره کښې د ملک د مختلف پونيورسټو وائس چانسلرز هم موجود وو۔

Show More

Related Articles