وزيراعظم د سيکهانو لپاره د کرتار پور باډر پرانستو اعلان کړے

وزير اعظم عمران خان سکھانو لپاره د کرتارپور راهداري په نهم نومبر د پرانستلو اعلان کړے دے۔

وزيراعظم عمران خان د کرتارپور راهداري منصوبے په حواله  خپل پيغام کښي وئيلي دي چي پاکستان کښي د مذهبي ځايونو سيلګري په وده ده، د بدمت عقيدت مند هم پاکستان ته بيلا بيلو مذهبي مقاماتو ته تګ راتګ کوي۔پاکستان ټولي نړي کښي ميشت سکهانو رورولۍ ته تمبے خلاصوي، دکرتار پور منصوبے ټول تعميراتي کار حتمي مرحلو ته داخل شوې،او راهداري به په نهم نومبر اولس لهپاره پرانستلي شي د کومے روسته چي به سکهان د ګوردوارے زيارت په اسانه کولے شي۔

وزيراعظم ويلي چي د هند او د نور هيوادونو سکهان به د نړي ټولو نه لوئي ګوردوارے ياترا کوي،کرتارپور به د سکهانو رورولي لپاره د ټولو نه لوئي مذهبي مرکز ثابت شي۔ دوي زياته کړي ده چي دا منصوبه مقامي معيشت او د ملک د زرمبادله لپاره لويه زريعه وي، او دي سره به سيلګرۍ او د ميلمستيا پشمول يو شمير څانګو کښي د روزګار موقع پيدا شي۔

Show More

Related Articles