حکومت د مولانا فضل الرحمان د نظر بند کولو فيصله کړي

حکومت جميعت علمائے اسلام ف سره د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کښي د مولانا فضل الرحمان د نظر بند کولو فيصله کړي ده۔

داخله وزارت کښي موجود اعلي زريعو د نوم نه ښودلو په شرط وئيلي دي چي مولانا فضل الرحمان د ديرشم اکتوبر د دهرنے نه وړاندے نظر بند کيدلي شي۔

د زريعو ترمخه فضل الرحمان د اکتوبر آخيري څلور ورځو کښي  په شپږيشتم اکتوبر ګرفتار کيدلي شي۔ ولي چي په پنځويشتم اکتوبر جمعه ده او حکومت د جمعي ورځي نه وړاندے د مولانا د نيولو خطره نه شي اغستلي او که چري دي د جمعي نه وړاندے نظر بند کړي شو نو جے يو آئي ف د جوماتونو طاقت استعمالولي شي۔

د زريعو وينا ده چي د جے يو آئي ف کم و بيش اته اعلي رهنما د شپاړس ايم پي او لاندے د ديرش نا تر نوي ورځو پوري نظر بند کيدے شي۔ ولي د جماعت سرګرم کارکنان د کورنو چارو وزارت په هدايت د صوبائي او وفاقي قانون نافذ کونکي ادارو لخوا د تيار کړي شوي فهرستونو مطابق ګرفتار کولے شي۔

زريعو دي نيوز ته وئيلي دي چي په انصارالاسلام د بنديز سمري ته حتمي منظوري ورکولو له پاره وزير اعظم ته استولي شوي۔ او په ممکنه توګه په شپږيشتم اکتوبربه په انصار الاسلام بنديز لګولي شي۔

زريعو دا هم وئيلي دي چي ځيني سيمو کښي به د حراستي کريک ډاون په وخت موبائل سروس هم معطل کولي شي۔

ياده دي وي چي مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد په ديرشم اکتوبر د دهرنے کولو اعلان کړي دي د کومے حمايت چي پي پي پي او مسلم ليګ نون هم کړي دي۔

 

Show More

Related Articles