د حکومت او د جے يو آئي ترمينځ کيدونکي مذاکرات منسوخ

د حکومت مذاکراتي کميټي او د جے يو آئي ترمينځ کيدونکي مذاکرات منسوخ کړي شوي دي۔

د سينيټ چيئرمين صادق سنجراني مولانا عبدالغفورحيدري سره ملاقات کيدونکي وو کوم چي اوس منسوخ کړي شوي۔

زريعي دعوي کوي چي جے يو آئي داسي ګڼي چي ګنې دا تاثر روان دي چي دوي په خپله حکومت سره براه راست مذاکراتو له روان دي نو دا تاثر ختمولو له پاره مولانا فضل الرحمان ټولو مخالفو ډلو سره رابطه کړي او دوي په اعتماد کښي د اغستلو روسته ي وئيلي چي د مذاکراتو فيصله به رهبر کميټي کوي۔

د زريعو ترمخه د جے يو آئي رهبر کميټي غونډه په دويشتم اکتوبر د اکرم خان دراني کور ته رابللي شوي ده۔ په کومه کښي چي به حکومت سره د مذاکراتو کولو يا نه کولو په حواله فيصله کولي شي۔

د جے يو آئي ف رهنما مولانا عبدالغفور حيدري د سينټ چيئرمين صادق سنجراني ته ټيلفون کړي او دوي ي تير ماښام د کيدونکي ملاقات د منسوخي په حواله خبر کړي دي۔

 

 

 

Show More

Related Articles