خورشيد شاه په نور پنځلس ورځني بدني ريمانډ نيب ته سپارل شوے

احتساب عدالت د پاکستان پيپلز پارټۍ رهنما خورشيد شاه په نور پنځلس ورځني بدني ريمانډ نيب ته سپارلے دے۔

د سکهر احتساب عدالت کښې نن د پاکستان پيپلز پارټۍ رهنما خورشيد د آمدن نه سيوا اثاثو د کېس اوريدنه شوې او خورشيد شاه پکښې عدالت ته وړاندې شوے دے۔

د اوريدنې په مهال د خورشيد شاه وکيل رضا رباني په خپل دليلونو کښې ويلي خورشيد شاه په کېس کښې د ټولو سوالونو ځوابونه جمع کړي ، مونږ په وړومبۍ ورځ ويلي ؤ چې خورشيد شاه د سياسي انتقام لپاره په نخښه کيږي ۔

دغه مهال رضا رباني د خورشيد شاه د بدني ريمانډ مخالفت کړې او استدعا يي کړې چې خورشيد شاه دې د جوډيشل ريمانډ له لارې جيل ته وليږلے شي۔

په دې موقع د نيب وکيل دريځ خپلولو سره ويلي چې د خورشيد شاه په ضد دې د تحقيقاتو دائره نوره هم وغځولے شي۔

د نيب پراسيکوټر هم د خورشيد شاه  په بدني ريمانډ کښې د پنځلس ورځو  د توسيع استدعا کړې کومه چې عدالت منظور کړې او نيب يوځل بيا د پي پي رهنما په خپله ولقه کښې اخستې دے۔

عدالت د ريمارکس ورکولو سره ويلي چې خورشيد شاه دې د نومبر په څلورمه نېټه يوځل بيا عدالت ته وړاندې کړې شي۔

Show More

Related Articles