حکومت سره څه ډيل نه دې شوې، مولانا د پرويز الهي دعوي رد کړې

جمیعت علمائے اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان د پنجاب اسمبلی سپیکر پرویز الہی سره او يا د هغۀ د لارې د حکومت سره د څه ډيل يا مفاهمت کولو خبرونه رد کړي دي۔

د نجي نيوز پروګرام کوربه سليم صافي سره د خبرو اترو کولو په وخت مولانا فضل الرحمان ويلي پرويز الہی د مفاهمت د جذبے سره راغلے ؤ او مونږ د هغه د جذباتو قدر کوو خو ولي د څه ورکړۀ راکړۀ خبرې هغۀ د خپل مقام نه کړې دي ۔

د يو پوښتنې په ځواب کښې مولانا فضل الرحمان ويلي عمران خان په آرام نه دے ناست د آزادي مارچ له وجې په هغه ګوزن لګيدلے دے۔

څرګنده دي وي چي ق ليګ مرکزي رهنما او د پنجاب اسمبلي سپيکر چوهدري پرويز الهي تيره ورځ د نجي ټي وي يو پروګرام کښي دعوي کړي وه چي مولانا فضل الرحمان سره معاملات طے کولو روسته د اسلام آباد دهرنا ختمه کړې شوې ده۔

پروګرام کښي د يو پوښتني په جواب کښي مولانا ويلي چي يا خو دي وزيراعظم استعفي ورکړي او يا که د استعفي د وزن په برابر څه وي نو هغه هم دوي ته منظور ده۔

پرويز الهي وئيلي چي مولانا فضل الرحمان په انډر سټينډنګ  کولو د اسلان آباد مارچ ختم کړي،معاملات طے کولو سره مولانا اسلام آباد نه روانه شوي دي۔ دوي زياته کړي ده چي مولانا فضل الرحمان له چي دوي څه ورکولو سره رخصت کړي هغه امانت دي۔

Show More

Related Articles