پاکستان د زمکې نه زمکه ويشتونکي مزائل کاميابه تجربه کړې

پاکستان په خپل ميزائل نظام کښې اضافه کولو سره د زمکي نه زمکي پوري وشتلو صلاحيت لرونکي شاهين ون بيلسټک ميزائل کاميابه تجربه کړې ده۔

د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر د لوري جاري شوي بيان ترمخه ميزائل تربيتي مشق په توګه باندي شوي تجربي مقصد آرمي سټريټجک فورسز کمانډ د آپريشن ازمونه وه۔

آئي ايس پي آر ترمخه شاهين ون ميزائل د شپږ نيم سوه کلوميټر پوري د هر قسمه وار هيډز وړلو صلاحيت لري۔

بيان ترمخه ډائريکټر جنرل سټريټجک پلانز ډويژن، کمانډر آرمي سټريټجک فورسز کمانډ، چئيرمين نيسکام، سټريټجک پلانز ډويژن سره تعلق لرونکي سنئير آفسران، آرمي سټريټجک فورسز کمانډ سائنسدانو او انجنئيرز په موجودګي کښې دا تجربه شوي۔

د آئي ايس پي آر بيان کښې ويلي شوي د پاکستان مسلح فوځونه لخوا د مضبوطو وسلو نظام سمبالولو او چلولو اعلي صلاحيت شوې کړې ده۔

بل لوري ته ډائريکټر جنرل آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور د سماجي رابطي ويب پانړي ټوئيټر باندي خپل پيغام کښې ليکي دي چي پاکستان د ايس ايس بي ايم شاهين ون ميزائل کاميابه ازمونه کړې ده۔

Show More

Related Articles