وزيراعظم عمران خان: الله پاک د مافيا مقابلي دپاره تيار کړے يم

وزيراعظم عمران خان وړاندي وئيلي دي چي هزاره موټروے د سي پيک منصوبي برخه ده او دا چي دا منصوبه زمونږ د ملک ترقي کښې ډېر مهم کردار لوبه وي

وزيراعظم عمران خان ويلي دي چي الله پاک ځه د مافيا مقابلي دپاره تيار کړے يم او دا چي د ملک پيسه لوټ کونکي يو کس به هم نه پريږدم۔ نن هزاره موټروے پرانستي په مهال راجوړي کړے شوي دستوري ته وينا په وخت وزيراعظم عمران خان ويلي دي چي که لوبي او که بل ميدان ګټه هميشه د جنون وي۔

جے يو آئي (ف) دهرني پحقله وزيراعظم اوئيل چي د آذادي مارچ له وجي زمونږ د کابيني څه غړي يريدلي وو ځکه چي هغوي کمزورے زړه درلود خو هغوي ما پوهه کړل او تسلي مي ورته ورکړه چي حالات به قابو کښې وي۔

خپلو خبرو کښې وزيراعظم عمران خان وړاندي وئيلي دي چي هزاره موټروے د سي پيک منصوبي برخه ده او دا چي دا منصوبه زمونږ د ملک ترقي کښې ډېر مهم کردار لوبه وي۔

دوي اوئيل چي د سي پيک په زريعه زمونږ ډېر ځوانان هنر مند جوړول کيږي او زمونږ لويه ابادي ځوانانو باندي مشتمل دي او چي کله دوي ته هنر ميلاو شي نو دا به زمونږ قوت جوړ شي۔‘

Show More

Related Articles