راؤانور د امريکي بنديزونو پرضد عدالت ته تلو فيصله کړې

جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب الله محسود قتل کښې ککړ پخواني پوليس آفسر راؤ انوار د خپل وکيل په مرسته د امريکي بنديزونو پرضد کيس کولو او دے لړ کښې امريکائي قونصليټ ته خط ليکولو اعلان کړي۔

پخواني ايس ايس پي راؤ انوار د خپل ځان پرضد د امريکي محکمه خزانه فيصلي په اړه جاري شوي بيان کښې وئيلي دي چي د امريکي فيصلي خلاف به قانوني جنګ کوم او د خپل وکيل په مرسته به امريکا کښې کيس جمع کوم او امريکائي قونصليټ ته به خط استوم۔

راؤانور خپل يو ويډيو پيغام کښې وئيلي دي چي دوه کاله مي شويدي چي خپلي څوکي نه لري شوي يم او دا چي مه باندي يو الزام دے کوم چي عدالت کښې اوريدنه روانه ده۔

ده وئيلي دي چي مه باندي د يوشمير کسانو د قتل تورونه لګول کيږي ولي شکايت کولو سره هيڅ څوک وړاندي نه راځي او دا چي مه د نورو ادارو سره په شريکه د ترهه ګري پرضد کار کړے دے، يو پوليس آفسر وم او ترهه ګري پرضد جنګيدلي يم۔

راؤ انور وړاندي وئيلي دي چي امريکا د پروپيګنډي ښکار شوي او زما پرضد ي فيصله کړي که زما چيرته چه جرائم پيشه وو سره رابطي پاتي شوي وي نو دا به امريکا ثابتوي ګنې معافي به غواړي۔

Show More

Related Articles