د پاکستان او بنګله ديش ترمېنځ د سيريز شيډول ته حتمي شکل ورکړې شوے

د پاکستان او بنګله ديش ترمېنځ د سيريز شيډول ټاکل شوے چې ترمخه به ئې بنګله پاکستان کښې د قامي ټيم په ضد درې ټي ټوئنټي، يو ون ډے او دوې ټېسټ ميچونه لوبوي۔

د ذرائعو ترمخه د سيريز شيډول ته حتمي شکل د پاکستان او بنګله ديش د کرکټ بورډ د اعلي چارواکو ترمېنځ د شوې ملاقات په مهال ورکړې شوے دے۔

د نوي شيډول ترمخه د بنګله ديش ټيم به د څلريشتمې جنورۍ نه تر اووۀ ويشتمې جنورۍ پورې لاهور کښې درې ټي ټوئنټي ميچونه لوبوي او له هغې ورسته به ميلمه ټيم خپل وطن ته واپس ځي او د واپس راتلو سره به د فرورۍ مياشتې د اوومې نېټې نه تر يولسمې نيټې پورې پنډۍ کښې يو ټېسټ ميچ لوبوي۔

له دې ترڅنګ د کال دوه زره شلم پاکستان سپرليګ ( پي ايس ايل) په پائي کښې به د دواړو ټيمونو ترمېنځ په دريم اپريل کراچۍ کښې يو نړيوال ون ډے ميچ کيږي او له هغې ورسته په آئي سي سي وړلډ چيمپئن شپ کښې شامل دويم ټيسټ ميچ د پينځم اپريل نه تر نهم اپريل پورې کراچۍ کښې کولے شي۔

Show More

Related Articles