بابر اعظم په دويم ځل د ټيم آف دي ائير برخه ګرځېدلے

د پاکستان کرکټ ټيم د ټي ټوئنټي کپتان بابر اعظم په دويم د آئي سي سي ون ډے ټيم اف د ائير په لوبغاړو کښې شامل شوے دے۔

بابر اعظم له دې وړاندې کال دوه زره اوولسم کښې هم د آئي سي سي ون ډے ټيم آف دي ائير برخه پاتې شوے دے۔

د انټرنيشنل کرکټ کونسل له خوا اعلان شوي د ون ډے آف دي ائير لوبغاړو کښې د پاکستان بابر اعظم ترڅنګ د هند روهيت شرما، کپتان ويرات کوهلي، د ويسټ انديز شائے هوپ، د نيوزي لينډ کين وليمسن، د انګلينډ وکټ کيپر جوز بټلر او بين اسټوکس، د آسټريليا مچل اسټارک، د نيوزي لينډ ټرينټ بولټ، د هند محمد شامي او کلديپ ياديو شامل دي۔

د آئي سي سي له خوا د ون ډے ټيم آف دي ائير د اعزاز آغاز د کال دوه زره څوارلسم نه شروع شوے د کومې نه پس چې تراوسه په بيلا بيلو پړاؤنو کښې د پاکستان اته لوبغاړو دا اعزاز په خپل نوم کړے دے۔

Show More

Related Articles