بنګله ديش پرضد ټي ټونټي سيريز دپاره قامي لوب ډله اعلان شوي

لاهور قذافي سټيډيم کښې خبري غونډې ته وينا پرمهال د قامي لوب ډلي هيډ کوچ مصباح الحق او کپتان بابر اعظم سره په شريکه سکوارډ اعلان کړے

بنګله ديش پرضد دري ټي ټونټئ ميچونو سيريز دپاره پاکستان د خپل پنځلس کسيزه سکوارډ اعلان کړي چي پکښې محمد عامر او فخر زمان قامي ټيم نه ډراپ کولو شعيب ملک او محمد حفيظ بيرته ټيم کښې شامل کړے شويدي۔

لاهور قذافي سټيډيم کښې خبري غونډې ته وينا پرمهال د قامي لوب ډلي هيډ کوچ مصباح الحق او کپتان بابر اعظم سره په شريکه سکوارډ اعلان کړے۔

قامي ټيم هيډ کوچ مصباح الحق وئيلي دي چي پاکستان کرکټ ټيم د غوره کارکردګي دپاره ډېر په سوچ او فکر سره د سکوارډ اعلان شوي۔

قامي لوب ډلي نه په خراب فارم له امله فخر زمان ډراپ کړے شوي او دا چي آصف علي او حارث سهيل هم ټيم کښې ځي جوړيدو کښې ناکامه شوي۔

دوي قامي ټيم اعلان کولو سره وئيلي دي چي بابراعظم به د ټيم کپتان وې او نورو لوبغاړو کښې احسن علي، عماد بټ، حارث رؤف، افتخار احمد، عماد وسيم، خوشد شاه، شعيب ملک، محمد حفيظ، محمد حسنين، محمد رضوان، موسي خان، شاداب خان، شاهين شاه آفريدي او عثمان قادر شامل دے۔

ډوميسټک کرکټ کښې مستقل غوره کارکردګي ښودلو باندي احسن علي او عماد بټ په ړومبئ ځل باندي د قامي کرکټ ټيم برخه جوړ کړے شوي۔

چي کوم لوبغاړي ډراپ کړے شوي هغي کښې فخر زمان، آصف علي، حارث سهيل، امام الحق وهاب رياض، محمد عامر او محمد عرفان شامل دي او دا چي بولنګ کښې ځلمو لوبغاړو ته ترجيح ورکړے شوي۔

 

Show More

Related Articles