د بنګله ديش پر ضد سيريز له پاره د ټکټونو د خرڅولو شيډول جاري کړي شوي

د بنګله ديش پر ضد سيريز له پاره د ټکټونو د خرڅولو شيډول جاري کړي شوي دي۔د ميډيا زريعو ترمخه دټکټونو آن لائن بکنګ به نن نه شروع کيږي۔

ولي د مقامي کوريئر کمپني په مرکزونو به په يويشتمے جنوري نه دستياب وي۔ د بنګله ديش او پاکستان ترمينځ سيريز کښې درے ټي ټوئنټي ميچونه شامل دي کوم به چي په څليريشتمي، پنځويشتمي او اوويشتمي جنوري په قذافي سټيډيم لاهور کښې کولي شي۔

پاکستان کرکټ بورډ د عام اولس او فيمليز ته سهولتونه او د هغوي دلچسپي په نظر کښي ساتلو له وجي راتلونکي سيريز له پاره د ټکتونو نرخ کم کړي دي، درے ټي ټوئنټي ميچونو له پاره به ټکټونه د پنځه سوه نه تر پنځه زره پوري خرڅيږي۔  د ټي ټوينټي ټول ميچونه به د پاکستاني وخت مطابق ماسپخين دوه نيمي بجے شروع کيږي۔

Show More

Related Articles