انډرنائينټين ورلډ کپ کرکټ کښې قامي ټيم سکالينډ ته اووه وکټو سره ماتي ورکړي

جنوبي افريقه کښي جاري انډرنائينټين ورلډ کپ کرکټ کښې قامي ټيم سکالينډ ته اووه وکټو سره ماتي ورکړي ده۔

د جنوبي افريقي پوچيف سټروم ښار کښي شوي ميچ کښي سکالينډ انډرنائينټين ټيم ټاس ګټلو سره ړومبي د بيټنګ فيصله کړي۔

قامي ټيم فاسټ باولرانو د غوره باولنګ کولو سره ټول ټيم په څليريشتم اوورز کښې يواځي په پنځه اوويا رنز اوټ کړي دي۔

شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي فاسټ باولرمحمد وسيم جونيئر په اووه اعشاريه پنځه اوورز کښي دولس رنزونه ورکولو سره پنځه لوبغاړي اوټ کړي دي۔ولي طاهر حسين درے او عباس آفريدي دوه وکټي ترلاسه کړي دي۔

قامي انډرنائينټين ټيم دا هدف په دولس اوورز کښي په درے وکټو په تاوان پورا کړي، د قامي ټيم عرفان خان اووه ديرش رنز جوړولو سره ناټ اوټ پاتي شوي ولي روحيل نذير اوويشت رنز جوړ کړي دي۔

ګرين شرټس به د ايونټ دويم ګروپ ميچ په درويشتمي جنوري د زمبابوے پر ضد لوبوي۔

Show More

Related Articles