سنچورين ټيسټ کښي جنوبي افريقي پاکستان ته ماتي ورکړه

د ميچ په دريمه ورځ جنوبي افريقي خپل دويم اننګز کښي د پاکستان د يوسل يوکم پنځوس رنز هدف د څلور وکټو په نقصان پوره کړو۔

 

سنچورين کښي شوي اولني ټيسټ ميچ کښي جنوبي افريقي پاکستان ته شپږ وکټو سره ماتي ورکړي ده۔ د ميچ په دريمه ورځ جنوبي افريقي خپل دويم اننګز کښي د پاکستان د يوسل يوکم پنځوس رنز هدف د څلور وکټو په نقصان پوره کړو۔ جنوبي افريقي لخوا دويم اننګز کښي هاشم آمله دري شپيته رنز سره ناټ آؤټ پاتي شوے دے ولي ايلګر پنځوس رنزونو جوړولو نه پس آؤټ شوے دے۔ ياده دي وي چي اولني اننګز کښي پاکستان يوسل يوکم اتيا رنزباندي آؤټ شوے وو ولي د سوئيلي افريقي ټيم اولني اننګزکښي دوه سوه ديرويشت رنز جوړ کړي وو۔

دواړه ټيمونو ترمينځه به دويم ټيسټ ميچ دريمي جنورئ نه او دريم او اخيري ټيسټ ميچ به يوولسمي جنورئ نه شروع شروع کولے شي۔ د ټيسټ سيريز نه پس به د پاکستان او جنوبي افريقي ترمينځه پنځه ونډے او دري ټي ټونټي ميچونه هم کولے شي۔

Show More

Related Articles