پاکستان به د جنوبي افريقي په ضد سباله دويم ټيسټ ميچ لوبوي

په سنچورين کښې شوي وړمبي ټيسټ لوبه کښې جنوبي افريقي پاکستان ته په شپږو وکټو ماتي وړکړې ؤ او د دريو ميچونو په تيسټ سيريز کښې يو ميچ ګټلې دي

د پاکستان او جنوبي افريقي ترمينځ په دريو ميچونو مشتمل سيريزد دويم ټيسټ ميچ لوبه سبا نه شروع کيږي ميچ به د افريقي په کيپ ټاؤن ښار کښې د پاکستاني وخت ترمخه ماسپښين  يو نيمه بجه شروع کيږي۔

ياده دي وي چې په سنچورين کښې شوي وړمبي ټيسټ لوبه کښې جنوبي افريقي پاکستان ته په شپږو وکټو ماتي وړکړې وۀاو د دريو ميچونو په تيسټ سيريز کښې يو ميچ ګټلې دي۔

د دواړو ټيمونو ترمينځ به سيريز دريم او اخري ميچ به د جنورۍ مياشتې په يولسمه نيټه لوبولې شي او دا چې د تيسټ سيريز نه پس پاکستان د جنوبي افريقي  په ضد پينځه يو ورځنې او د درې ټي ټوئنټي ميچونه لوبوي۔

څرګنده دې وي چې د پاکستان په ټيم کښې کپتان سرفراز احمد، امام الحق، فخرزمان، شان مسعود، اسد شفيق، بابراعظم، محمد عامر، ياسرشاه، حسن علي او شاهين شاه آپريدي شامل دي۔

Show More

Related Articles