دريم ټسټ ميچ کښي قامي ټيم مشکلاتو سره مخ

ټسټ سريز نه پس به د قامي ټيم او جنوبي افريقے ترمينځه پنځه ونډے ميچونو سريز او درے ټي ټونټي هم لوبولے شي۔

جنوبي افريقه ټيم دريم ټسټ کښي د قامي ټيم خلاف اولني اننګز کښي دوه سوه دوه شپيته رنزونه جوړولو سره اوټ شوے دے۔ ولي پاکستاني اوپنرز يو واري د ښه کارکردګي مظاهره نه ده کړے۔

جوهانسبرګ وانډرز کرکټ ګراونډ کښي شوي لوبه کښي پاکستان لخواه ړومبے اننګز اغاز امام الحق او شان مسعود کړے کوم چي مايوس کن ثابت شوے۔

شپږ مجموعي سکور باندي شان مسعود دوه رنز جوړولو سره اوټ شوے دے روسته اظهر علي بغير د څه رنز جوړولو سره اوټ شوے دي ۔

دريم او اخيري ټسټ ميچ کښي پاکستان د ړومبے ورځي لوبه ختميدو پورے اولني اننګز کښي د دوه وکټو په نقصان اوولس رنزونه جوړ کړے دي ۔

دا وخت په کريز امام الحق او محمد عباس موجود دي۔ د دويمے ورځي لوبه به ماسپخين يوه بجه شروع کيږي۔

ياده دوي وي چي په درے ميچونو مشتمل تسټ سريز جنوبي افريقے مخکښي نه په خپل نوم کړے دے۔

ړومبے ټست ميچ کښي جنوبي افريقے پاکستان ټيم ته په شپږ رنزونو ولي دويم ميچ کښي نهه وکټو سره ماتے ورکړے ده۔

ټسټ سريز نه پس به د قامي ټيم او جنوبي افريقے ترمينځه پنځه ونډے ميچونو سريز او درے ټي ټونټي هم لوبولے شي۔

Show More

Related Articles