باړه کښې پښتون پريمير ليګ دوام لرې

قبائلې ضلعې باړه تحصيل کښې د پښتون پريمير ليګ ټې ټين دويم ايډيشن سيمې فائينل ميچ کښې ينګ زلمې ټيم فرينډ سټار ته ماتې ورکړيده

سي جے علي افريدې

قبائلې ضلعې باړه تحصيل کښې د پښتون پريمير ليګ ټې ټين دويم ايډيشن سيمې فائينل ميچ کښې ينګ زلمې ټيم فرينډ سټار ته ماتې ورکړيده۔ کړپه پوسټ ګراونډ باندې لوبولې ميچ کښې ينګ زلمې ټاس ګټلو سره ړومبئ د بيټنګ کولو فيصله اوکړه او مقرره اورونو کښې ئې يو سل اووه ديرش رنزونه جوړ کړل۔

په جواب کښې فرينډز سټار ټول ټيم په اووه اويا رنزونو آوټ شويدے۔ د ايونټ فائينل ميچ به د روانې مياشتې په اتمه نيټه لوبولې شې۔

دے ټورنمنټ کښې د خيبر ضلعې نه دولس ټيمونه برخه اخلې له دے وړاندې د پښتون پريمير ليګ ړومبئ ايډيشن تير کال لوبولې شوي وو۔

Show More

Related Articles