د پاکستان او جنوبي افريقې ترمينځ به د ټي ټوئنټي اخرۍ لوبه نن کيږي

په دريو ميچونو مشتمل د ټي ټوئنټي سيريز په دوۀ ميچونو کښې جنوبي افريقي له وړاندې څخه پاکستان ته ماتي ورکړې او سيريز ئې په خپل نوم کړې

د پاکستان او جنوبي افريقې ترمينځ به د ټي ټوئنټي سيريز دريمہ او اخرۍ لوبه نن د جنوبي په سيچورين ښار کښې لوبيږي چې به پکښې قامي لوبډله د وايټ واش نه د بچ کيدو لپاره د ګتې ترلاسه کولو هڅه کوي۔

ميچ به د پاکستاني وخت ترمخه نن د شپې نهه بجې شروع کيږي چې به پکښې د پاکستاني ټيم مشرۍ شيعب ملک کوي۔

په دريو ميچونو مشتمل د ټي ټوئنټي سيريز په دوۀ ميچونو کښې جنوبي افريقي له وړاندې څخه پاکستان ته ماتي ورکړې او سيريز ئې په خپل نوم کړې دې۔

کوربه ټيم جنوبي افريقې نه يواځې د پاکستان په ضد ټي ټوئنټي سيريز کښې دوه لوبۍ ګټلي بلکه له دي ترڅنګ ئي د پاکستان هغه لړې هم پري کړې کومه چې د پاکستان ټيم د کال دوۀ زره شپاړس د ورلډ کپ ګټلو نه پس روانه ساتلي وه  د کومې سره د پاکستان د مسلسل ګټو يولسمه لړې پري شوي ده۔

د يادوني وړ ده چې جنوبي افريقې پاکستان ته د دورې په مهال په دري واړه فارميټس کښې ماتي ورکړې چې پکښې هغوي تيسټ دري صفر سره ولې يو ورځنې سيريز ئې دري دوۀ سره په خپل نوم کړې دې۔

Show More

Related Articles