پې ايس ايل فور کښې ګډون دپاره لوبغارې متحده عرب اماراتو ته رسيدلې

پي ايس ايل فلور کښي ګډون دپاره د پيښور زلمي پشمول د ټولو ټيمونو لوبغاړي دبۍ ته رسيدلي دي۔د پيښور زلمي پاکستانې کرکټران د ملک بيلا بيلو ښارونو نه روانيدو روسته دبۍ ته رسيدلې دې

پي ايس ايل فلور کښي ګډون دپاره د پيښور زلمي پشمول د ټولو ټيمونو لوبغاړي دبۍ ته رسيدلي دي۔د پيښور زلمي پاکستانې کرکټران د ملک بيلا بيلو ښارونو نه روانيدو روسته دبۍ ته رسيدلې دې۔

کامران اکمل،عميد آصف، ثمين ګل،نبي ګل، سميع الله آفريدي، عمر امين، جمال انور،خالد عثمان او ابتسام شيخ سره د هيډ کوچ محمد اکرم او منيجر ارشد خان هم روان شويدې ۔پيښور زلمي کښې شامل بيټسمين کامران اکمل دبې ته روانيدو نه وړاندې خپل پيغام کښې ويلې دې پې ايس ايل فور کښې د غوره کارکردګې ښودلو دپاره خوش بينه دې۔

سماجي رابطو په ويب پانړې ټويټر د لارې خپلو مينه والو نه د مرستي او دعاګانو غوښتنه هم کړے ده۔پيښور زلمي منيجر ارشد خان ويلې دي چي د ټيم کپتان ډيرن سيمي دبې کښي موجود دے ولي نور بهر ملکي لوبغاړي به هم ډير زر د سکوارډ برخه جوړا شې۔

دے نه علاوه اسلام آباد يونائيټډ قامي لوبغاړي هم دبې ته رسيدلې دې، کپتان محمد سميع او رومان رئيس کراچئ نه او نور لوبغارې د ملک نورو ښارونو نه روان شويدې۔ سمت پټيل انګلينډ نه يو اے اي ته رسيدلے ولي د نورو لوبغاړو د راتګ سلسله هم روانه ده۔

ميډيا سره خبرو کښي رومان رئيس وئيلي دي چي دے يو کال پوري د کرکټ نه لرے وو خو ولي اوس د پي ايس ايل فور د پاره ډير خوشحاله دي او ښه کارکردګۍ سره به ټيم کښي خپل ځاي جوړولو هڅه کوي۔

ده ويلې دي چې محمد سميع د اسلام آباد يونائيټيډ ټيم  کپتان جوړيدل غوره فصيله ده، ځکه چي هغه يو فائټر کرکټر دے۔لاهور قلندر ټيم د زيارت په ورځ دبۍ ته رسيدلے دي د قامي ټيم د جنوبي افريقې دورے روسته محمد حفيظ هم خپل ټيم کښي شامل شوے دي او لاهور قلندر ټيم ايونټ کښې غوره کارکردګې دپاره پريکټس شروع کړېدے۔

ميډيا سره خبرو کښې ټيم کپتان محمد حفيظ ويلې دي چي فرنچائز سره د نوي سفر شروع کوي او کوشش به کوې چي دا وارې نتيجه ښه وي ده اويل چي د ټيم کمبينيشن هم ډير ښه دي او طمع لري چي خپل مينه وال به نه مايوسې کوي۔ياده دي وي چي پي ايس ايل څلورم ايډيشن به د فرورې مياشتې څوارلسمې نيټې نه دبي کښې شروع کيږې۔

Show More

Related Articles