په پاکستان کښي به د پي ايس ايل ميچونه په پنځه سوه روپے کتلي شي

آن لائن د ټکټ بکنګ د روانے هفتے نه به شروع کولے شي

پاکستان سپر ليګ فورکښې په پاکستان کښي کيدونکي ميچونو له پاره  کم نه کم ټکټ نرخ پنځه سوه روپۍ کولو فيصله شوے ده۔

د زريعو وينا ده چي پي ايس ايل فور کښي په کراچۍ او لاهور کښي کيدونکي ميچونو له پاره آن لائن د ټکټ بکنګ د روانے هفتے نه به شروع کولے شي اود ټولو نه ګران ټکټ په دولس زره او کم نه کم نرخ ټکټ په پنځه سوه روپے کولو فيصله شوے ده۔

زريعے وائي چي کراچۍ نيشنل سټيډيم کښي کيدونکي پنځه ميچونو ټکټ به د پنځه سوه نه تر دولس زره روپے پورے وي۔ ولي لاهورکښي د درے ميچونو ټکټ به د زر نه تر دولس زره روپے پورے خرڅولے شي۔

د زريعو تر مخه فائنل ميچ ټکټونه  په ګران نرخ د خرڅولو فيصله کړے شوے ده۔

ياده دي وي چي د پي ايس ايل فور  د نهم ،لسم او دولس مارچ ميچونه به په لاهور کښي لوبولے شي ولي د کراچې په ګراونډ به په اووم،لسم،ديارلسم،پنځلسم او اوولسم مارچ ميچونه لوبولے شي۔

 

 

Show More

Related Articles