پي ايس ايل کښې به نن د پيښور زلمي او کوئيټه ګليډي ائيټر ترمينځ ميچ لوبيږي

د پاکستان سپرليګ په څلورم پړاؤ کښې به نن د دوۀ ورځې دمې نه پس د څلور ټيمونو ترمينځ دوۀميچونو لوبيږې چې به پکښې په وړومبۍ لوبه کښې  پيښور زلمي او کوئيټه ګليډي ائيټر ولې دويمه کښې کراچۍ کنګز او ملتان سلطانز يوبل ته مخامخ کيږي۔

دغه ميچونه به په ابوظبهي سټيډيم کښې د پاکستاني وخت ترمخه په څلورنيمي ولې دويم به په نهه بجي شروع کيږي۔

څرګنده دي وي چې د پيښور زلمو ټيم په روان پي ايس ايل کښې په اووۀ ميچونو کښې د پينځه ګټلو سره  تراوسه پورې په وړومبي نمبر روان دې خو ولې کوئيټه ګليدې ايټرز هم په اووۀ ميچونو کښې د پينځه ګټلو سره دويم نمبر په خپل نوم کړې دې۔

هم دا شان په پوائنټس ټيبل باندې اسلام آباد يونائيټيډ په دريم ولې لاهور قلندرز په څلور نمبر روان دې چا چې په اووۀ ميچونو کښې درې ميچونه په خپل نوم کړي دي۔

ملتان سلطانز تراوسه پورې په ټورنامنټ کښې غوره لوبه نه ده کړې نو ځکه د ټولو نه لږ پوانټس د هغوي په برخه رسيدلې دي۔

Show More

Related Articles