فائنل ته وتلو له پاره به پيښور زلمي او کوئټه ګليډي ايټرزنن يوبل ته مخامخ کيږي

ګټه ترلاسه کونکي ټيم به نيغ فائنل ته وځي

پي ايس ايل فور کواليفائر کښي به نن پيښور زلمي او کوئټه ګليډي ايټرز تر مينځ لوبه کيږي کوم به چي د کراچې نيشنل سټيډيم کښي ماسخوتن اووه بجے شروع کيږي۔

د پي ايس ايل فور يواے اي کښي ميچونه مکمليدو سره کوئټه ګليډي ايټرز په څوارلس پوائنټس سره په ړومبي او پيښور زلمي دولس پوائنټس سره په دويم نمبر وو۔ او د دوانړو ټيمونو د کراچي کنګز پر ضد يو يو ميچ پاتي وو۔

خپل خپل ميچ لوبولو روسته سرفراز اليون يو رن سره ماتي خوړلي ولي ډيرن سيمي اليون په يو شپيته رنز ميچ ګټلو سره نه يواځي خپل پوائنټونه د کوئټه ګليډي ايټرز برابر کړي دي ولي د ښه رن ريټ له وجي ړومبي پوزيشن ته هم راغلي دي او نن به د کواليفائر ميچ کښي د دوانړو ټيمونو يوبل سره مقابله وي۔

د ګټه ترلاسه کونکي ټيم به نيغ فائنل ته وځي ولي د بل ټيم مقابله به د ايلمينټر اسلام آباد او کراچي کنګز تر مينځ د زيارت په ورځ کيدونکي ميچ نه پس ګټونکي ټيم سره کېږي۔

پي ايس ايل فور ليګ مرحله کښي کوئټه ګليډي ايټرزد پيښور زلمي پر ضد ړومبي ميچ کښي شپږ او دويم کښي اته وکټ سره ګته ترلاسه کړي وه۔ او اوس به يوځل بيا  دوانړه ټيمونه په کواليفائر کښې يو بل ته مخامخ کيږي۔

د دوانړو ټيمونو تر مينځ اوسه پورے دولس ميچنونه شوي دي په کوم کښي چي کوئټه ګليډي ايټرز شپږ، پيښور زلمي پنځه ګټلي دي ولي يو ميچ بغير د څه نتيجي ختم شوے دي۔

 

 

 

 

Show More

Related Articles